د فراه ولایت د مهاجرېنو رئیس د مهاجرېنو او راستنېدونکو چارو وزارت له مالي او اداري معین سره ولیدل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۵۴
-

نن پنجشنبه د ١٤٠٤ لمریزکال د غويی میاشتې په ١٨مه د فراه ولایت د مهاجرېنو رئیس مولوي حذیفه د مهاجرېنو او راستنېدونکو چارو وزارت له مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني سره ولیدل.
دا لیدنه چې د ښاغلي فاني په کاري دفتر کې ترسره شوه، د فراه د کډوالو رئیس خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې له مالي او اداري معین سره شریکې کړې، او د یادې ادارې په بېلابېلو برخو کې یې ځینې ستونزې هم بیان کړې، چې ښاغلي فاني د هغو د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته