د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستيال په ترکيه کې د افغان کډوالو پر قانوني شتون ټينګار وکړ
د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستيال مهر خدا صبار د کډوالۍ په برخه کې د ترکيې هېواد د کورنيو چارو وزارت سلاکار سره په ليدنه کې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو په قانوني شتون ټينګار وکړ.
دغه ليدنه د تېرې يکشنبې په ورځ د زمري په ۶مه چې په ياد وزارت کې ترسره شوه ، په کې په ترکيه کې د افغان پر وضعيت، د مديريت پر څرنګوالي اود هغه هېواد د کډوالۍ په برخه کې له اړونده ادارو سره د کډوالو چارو وزارت د اړيکو پر ښه والي خبرې اترې وشوې.
د پلان او پالېسۍ مرستيال د کډوالو چارو وزارت او د ترکيې هېواد د کډوالو ادارې ترمنځ ښو اړيکو ته په اشارې سره وويل، اوس مهال دغه وزارت په هغه هېواد کې د افغان کډوالو پر قانوني کېدو او د بېرته راستنېدونکو د چارو پر تنظيم کار کوي او په تخنيکي او لوړه کچه خبرې اترې ترسره شوې دياو هيله يې وښوده چې دواړه لورې وکولای شي، چې د کډوالو ګډ مديريت ته لاسرسی پيدا کړي.
نوموړي له ترکيې هېواد څخه غوښتنه وکړه، چې د کارکونکو د ظرفيت لودونې په برخه کې له ياد وزارت سره همکاري وکړي.
د کډوالۍ په برخه کې د ترکيې هېواد د کورنيو چارو وزارت سلاکار د افغانستان لپاره د ښو هيلو په څرګندولو سره وويل چې د ترکيې خلکو او افغانانو ترمنځ هيڅ ډول فرهنګي توپير شتون نلري او په دغه برخه کې به په ترکيه کې افغان کډ،الو ته د ځای پرځای کېدنې زمينه برابره کړي.
