کندز کې ۲۴۳بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr

د ( ACTED و ADA) موسسو له لورې د کندز ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۴۳بېځايه شوو کورنيو سره نغدي  مرسته ترسره شوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د د امام صاحب ولسوالۍ  څخه ددې ولايت مرکز ته راکډوه شوې وې د تېرې  يکشنبې په ورځ د زمري ۶مه هرې کورنۍ ته  د ADA مسسې له لورې ۱۹ زره افغانۍ او د ACTED موسسې له لورې ۶ زره افغانۍ نغدې او د روغتيايي موادو يوه کڅوړه ورکړل شوه.