بغلان کې ۶۱۲ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr

 

د (DACAAR، WFP و UNICEF) موسسو له لورې د بغلان ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۱۲ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي  موادو مرسته ترسره شوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د پلخمري ښار له ناحيو او مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډوه شوې وې د تېرې  شنبې په ورځ د زمري ۵مه هرې کورنۍ ته يو اندازه خوراکي او غيرې خوراکي مواد ورکړل شول.