کنړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۸ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د وټه پور ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې د تېرې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲مه هرې کورنۍ ته د خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.