د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالي معلوماتي ورکشاپ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۲:۵۳
_
یوه ورځنی معلوماتي ورکشاپ، د (د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالی) تر نوم لاندې، د کورنیو چارو وزارت اړوند پیښو ته د رسېدنې او اطفائیې ریاست په همکارۍ، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو ته جوړ شو.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني، د موضوع اړوند د اسلامي ارشاداتو له مخې خبرې وکړې او ویې ویل: "اسلام مقدس دین دی چې په هره برخه کې یې خپلو پیروانو ته لازمې لارښوونې کړې دي."
نوموړي زیاته کړه چې د ځان، مال او نورو د ساتنې لپاره هڅه کول، د مسلمانانو له مهمو دندو څخه دي.
محترم فاني همداراز وویل: "د ضرر دفع کول، د ژوند یو مهم او بنسټیز اصل دی او د ځان او نورو ساتنه لازمي او ضروري ده."
ورپسې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کارکوونکو رئیس مولوي سید مطیع الله خلوتي هم خبرې وکړې، او د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ارزښت یې یاد کړ. هغه له ګډونوالو وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت اړوند پیښو ته د رسیدنې او اطفائیې ریاست مسؤلینو، ګډونوالو ته د اور لګېدو، د هغې د مخنیوي، او د اور وژنې بالونونو د کارولو په اړه نظري او عملي معلومات وړاندې کړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۴۹
Background image

فراه ولایت کې د ښارګوټي د جوړولو په موخه زرګونه جریبه ځمکه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږدول شوه

د فراه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه ۵ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه له کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت څخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۲:۵۳
Background image

د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالي معلوماتي ورکشاپ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شو

یوه ورځنی معلوماتي ورکشاپ، د (د اور وژنې بالونونو د کارولو څرنګوالی) تر نوم لاندې، د کورنیو چارو وزارت اړوند پیښو ته د رسېدنې او اطفائیې ریاست په همکارۍ، د کډوالو او راستنیدونکو چارو. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۳
Background image

د وخت مدیریت روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو لپاره د چارو عمومي ادارې د اداري اصلاحاتو ریاست د ملکي خدمتونو د انستیتوت په همکارۍ د وخت مدیریت په نامه دوه ورځنی. . .

بېرته خبرونه ته