کډوالو چارو وزارت کې د نیمروز ولايت د راستنېدونکو،بېځايه شوو او کوربه ټولنو ستونزې او ننګونې برسي شوې
په دغه ليدنه کې، چې د نيمروز ولايت ټاکل شوي وکيل احمد خان نورزاد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ له سرپرست مرستيال سره لرله؛ د نميرزو د راستنېدونکو، بېځايه شوو او کوربه ټولنو د ستونزو او ننګو د حل په موخه خبرې اترې وشوې.
ياده ليدنه د تېرې يکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۳۰مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه،چې پکې د بېځايه شوو او راستنو شوو وضعت ته د رسېدو مسئولينو هم شتون درلود.
مهرخدا صبار د نيمرزو ولايت د خلکو د استازي مطرح شوې ستونزې واورېدې او اړ وندو رياستونو ته يې لارښوونه وکړه چې د يادو ستونزو دحل په موخه کار وکړي.