کډوالو چارو  وزارت کې د نیمروز ولايت د راستنېدونکو،بېځايه شوو  او کوربه ټولنو ستونزې او ننګونې برسي شوې

sadam_morr
Mon, Jul 22 2019 2:59 PM

په دغه  ليدنه کې، چې د نيمروز ولايت  ټاکل شوي وکيل احمد خان  نورزاد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ له سرپرست مرستيال سره لرله؛ د نميرزو د راستنېدونکو، بېځايه شوو او کوربه ټولنو د ستونزو او ننګو د حل په موخه خبرې اترې وشوې.

ياده ليدنه د تېرې يکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۳۰مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه،چې پکې د بېځايه شوو او راستنو شوو وضعت ته د رسېدو مسئولينو هم شتون درلود.

مهرخدا صبار د نيمرزو ولايت د خلکو د استازي  مطرح شوې ستونزې واورېدې او اړ وندو رياستونو ته يې  لارښوونه وکړه چې د يادو ستونزو دحل په موخه کار وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS