په کابل ښار کې له څه باندې ۳ زره کورنيو سره مرسته وشوه
د سلواغې میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نیټه په کابل ښار کې پر ۳ زره ۸۳۵ کورنیو باندې نغدي مرستې وویشل شوې.
په يادو مرستو کې هغه اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د کابل د مهاجرينو او راستنېدونکو رياست له لوري په اوومه او پنځلسمه ناحيه کې پېژندل شوې وې، چې د همکارو بنسټونو له لوري هر کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ د خوراکي توکو یوه کڅوړه یې تر لاسه کړه.