د کندهار مهاجرینو ریاست ته د چین له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته وسپارل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
-
د چین هېواد له لوري د نقلیه وسایلو شوې مرسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد له لوري د کندهار مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ته وسپارل شوه.
په دغو مرستو کې دوه پیکب موټرونه، دوه کاردینا موټرونه، دوه امبولانسونه، دوه د اوبو ټانکرونه، ۱۷۰ خیمې او ۷۵ کمپلې شاملې وې، چې د مولوي عبدالرحمن راشد له لوري یاد ریاست ته په رسمي توګه وسپارل شوې.
مسلکي معین د یادو مرستو له امله د چین هېواد څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خیریه موسسې او هېوادونه دې له افغان مهاجرینو سره مرستې وکړي.
د کندهار مهاجرینو رییس له یادو مرستو مننه وکړه او ویې ویل، کندهار هغه ولایت ده، چې زیات مهاجرین ورته راستانه شوي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۴۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له رئیس سره ولیدل

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر سره ولیدل.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۴۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو نوې جوپې په هکله په پېښور کې د اسلامي امارت له قنسل حافظ محب الله سره وکتل.

په لیدنه کې چې د مهاجرینو پر ایستلو او ستونزو خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله له پاکستان څخه د مهاجرینو د ایستلو لړۍ خورا نامناسبه او دردونکې وبلله.
نوموړي له پولې هغې خوا ته د مهاجرینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۲۰:۶
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د افغانستان لپاره د سره صلیبونو او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون له مسوول احمد سلیمان او په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې میاپارک سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ایستلو په هکله خبرې وشوې، په پیل کې د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرو میاشتو ټولنې نړیوال فدراسیون مشر احمد سلیمان. . .

بېرته خبرونه ته