ایراني پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۲۹
-
د ایران هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال کمېټې مشر ښاغلي عسکر جلالیان په مشرۍ ددغه هېواد پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو چارو مسول حاجي مستري، د بهرنیو چارو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو هم ګډون درلوده.
په یاده ناسته کې په یران کې د مهاجرينو په ستونزو، د جبري ویستلو په مخنیوي، د بندیانو انتقال، له مهاجرينو سره ښه چلند، د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي، د ګډ ميکانيزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اتشو په ستونزو خبرې وشوې.
ښاغلي جلالیان په خپلو خبرو کې وویل: ایران د افغانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو د مهاجرینو هم کوربه دی او ددغه هېواد حکومت پریکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني مهاجرین تنظیم کړي. په دې برخه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې په موخه که د مهاجرینو په اړه هره طرحه، وړاندیز او مشوره لرئ، مونږ ته یې راوليږئ.
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ایران له اوږده کوربتوب مننه وکړه او د لا زیات زغم تمه یې څرګنده کړه.
ښاغلي حقاني وویل: د مهاجرینو په اړه یو اړخیزه پریکړه بې ګټې ده او د مهاجرینو حقوقو ته زیان اړوي له همدې امله باید یوه ګډه کمیټه او ګډ میکانیزم جوړ شي، تر څو مهاجرین له خپلو حقوقو برخمن او د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي حقاني له ایران هېواد څخه وغوښتل، چې له غیر قانوني کډوالو سره هم له زغم څخه کار واخلي او ناوړه چلند ورسره ونکړي.
په ناسته کې دواړو لوریو په ګډه همکارۍ او د همغږۍ لا زیاتولو په موخه په مسلسلو ناستو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۸:۱۱
Background image

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، محترم مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمد رضا بهرامي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو وضعیت او د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتیاوو پر برابرولو بحث وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر (چهارشنبه د کب په ۱۳مه) د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو او مسوولینو سره وکتل.

په دغو ناستو کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د لوګر والي مولوي صیأ الرحمن مدني، د پروان والي مفتي محمد ادريس انوري، د کنړ د علماو شورا رئیس شیخ عبدالقهار، د کنړ امنیه قومندان. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۲۰:۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په درېیمه د کابـــینې له څو تنو غړو، ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو، مجاهدینو، او عامو هېوادوالو سره وکتل.

راغلو مشرانو، قومي مخورو، علمای کرامو، مجاهدینو او هېوادوالو د هېواد په کچه د امن په فضا کې د اختر  پر نمانځلو خوښي څرګنده کړه او اوسنی سرتاسري امنیت یې د جهاد او اسلامي نظام پایله. . .

بېرته خبرونه ته