د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په درېیمه د کابـــینې له څو تنو غړو، ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو، مجاهدینو، او عامو هېوادوالو سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۲۰:۵
_

راغلو مشرانو، قومي مخورو، علمای کرامو، مجاهدینو او هېوادوالو د هېواد په کچه د امن په فضا کې د اختر  پر نمانځلو خوښي څرګنده کړه او اوسنی سرتاسري امنیت یې د جهاد او اسلامي نظام پایله وبلله.
په دغو ناستو کې له ولایتونو او لرې پرتو سیمو څخه راغلو مخورو او علماو د اسلامي امارت پرمختګونه وستایل او په هېواد کې یې د امن ساتلو په برخه کې د امنیتي ادارو له هڅو مننه وکړه.
 همدارنګه د ناستو په لړ کې محترم مولوي عبدالکبیر ټولو راغلو مشرانو، علماو، قومي مخورو او مجاهدینو ته د کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره کار کوي او په دې برخه د ولسونو همکارۍ خورا مهمې او اغېزمنې دي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې په هېواد کې د ستونزو حل او پرمختګونه د اسلامي نظام له برکته دي، امنیتي ادارې او مجاهدین د تلپاتې امن لپاره شپه او ورځ د ولس په همکارۍ هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته