له ۳۰۰ څخه زیات افغان مهاجرین له ترکيې څخه راستانه شول

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۸:۲۸
_

د روان لمریز کال د لړم پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د ترکیې په استانبول ښار کې مېشت ۳۲۵ افغان مهاجرین چې د اسنادو لرونکي او بې اسناده وو، د  هوا له لارې خپل هېواد ته راستانه کړل شول.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله دادخېل ستانکزي سره د کابل هوایي ډګر ته د مهاجرینو د ښه راغلاست لپاره لاړ او له راستنېدونکو مهاجرینو سره یې له نږدې ولیدل، د دوی خبرې او ستونزې یې واورېدې.
ښاغلي راشد وویل: اسلامي امارت او د مهاجرینو چارو وزارت ستاسې راستنېدنې ته ښه راغلاست وایي او په شته امکاناتو سره به ستاسې په خدمت کې یو. اسلامي امارت او زموږ وزارت هڅه کوي، چې د کار زمینه هم ستاسې لپاره برابره کړي.
ښاغلي راشد زیاته کړه، چې د ترکیې هېواد سره به د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره اړیکه ونیول شي. اسلامي امارت او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ستونزو ته د رسېدنې په موخه، چې پروخت ستونزو ته رسېدنه وشي په ترکیه کې استازولۍ لري.
هغه همداراز له راستنېدونکو مهاجرینو څخه وغوښتل، چې په هېواد کې پاتې شي او د دې هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
مسلکي مرستیال د مهاجرینو د ښه راغلاست مرکز له بېلابېلو برخو، چې د وزارت د حقوقي برخې کارکوونکو سره په ګډه فعالیتونه کوي هم لیدنه وکړه.
 د مهاجرت نړیوال سازمان د فعالیتونو مسول ښاغلي فرهاد یوسفي د کابل په هوایي ډګر کې د معلوماتو، نوملیکنې او راجستر، روغتیا او طعام خانې برخو کې د کړنو په اړه د وزارت مسلکي مرستیال سره بشپړ معلومات شریک کړل.
یاده دي وي، هغه افغانان چې له ترکیې څخه د هوا له لارې راستنېږي د وزارت د حقوقي ریاست له لوري د حقوقي ملاتړ او مدني اسنادو په اړه معلومات ورکول کیږي او د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا  ۱۵۰ یورو یا د دې معادل افغانۍ هم ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته