د مهاجرینو چارو وزارت له خوا د "مهاجرین؛ ننګونې او فرصتونه" په نوم یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو.

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۸/۴ - ۱۸:۵۲
-
د "مهاجرین، ننګونې او فرصتونه" یو ورځنی علمي سیمینار نن د لړم پر درېیمه په بابربڼ کې د مهاجرینو چارو وزارت له خوا د جګپوړو دولتي چارواکو، د همکارو بنسټونو د استازو، علماوو، جهادي شخصیتونو او د پوهنتون د استادانو په شتون کې ترسره شو.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د دې علمي سیمینار په پیل کې وویل: خوښ یو چې د مهاجرینو په علمي سیمینار "مهاجربن؛ ننګونې او فرصتونه" کې سره یو ځای یو او له لوی څښتن (ج) څخه تاسې ته د بریالیتوب هیله کوم.
موږ د هغو وروڼو لپاره چې په بهر کې دي، د یووالي، ورورولۍ او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې خپل مسولیت درک کوو، چې د خپلو مهاجرینو ستونزې حل کړو.
په تېرو درې کلونو کې میلیونونه مهاجر خپل هېواد ته راستانه شوي دي او اوس هم ډېر افغان مهاجرین له سختو شرایطو سره مخ دي. موږ په دې برخه کې د امارت او ملت همکاري غواړو او مهاجرینو ته ډاډ ورکوو، چې اسلامي امارت له تاسې سره دی، کوم مسولیت چې موږ ته راسپارل شوی دی، شپه او ورځ به ستاسې په خدمت کې یو.
نوموړي د اسلامي امارت د رهبرۍ د مدبرانه مدیریت ستاینه وکړه او له سوداګرو او مخورو څخه یې وغوښتل، چې د مهاجرینو مرسته او لاسنیوی وکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې مراسمو کې وويل: د بهرنيو بېلابېل يرغلونه د دې سبب شول، چې د افغانستان مسلمان خلک له هېواد څخه ووځي او شپې او ورځې په بهرنيو هيوادونو کې تېرې کړي.
نوموړي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کارونو ستاينه وکړه او له ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل، چې د مهاجرینو حقونو ته درناوى وساتي او ښه چلند ورسره وکړي.
دغه راز د ریاست الوزرا سیاسي مرستيال له بنسټونو وغوښتل، چې د ژمي له رارسېدو وړاندې له مهاجرينو سره مرسته وکړي او له پانګوالو يې هم غوښتنه وکړه، چې هېواد ته راستانه شي او افغانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل: خوښ یو چې یو خپلواک او اسلامي حکومت لرو او په ډاډمنه فضا کې د داسې یو سیمینار د ترسره کېدو ګډونوال یو.
میلیونونه هیوادوال د ستونزو، بې عدالتۍ او جګړو له امله بهرنیو هیوادونو ته مهاجر شوي وو.
ښاغلي راشد زیاته کړه: اسلامي امارت د خپل وس او توان برابر ستاسې همکار دی.
د اسلامي امارت رهبري پخپل مدبرانه مدیریت سره وکولای شول چې د مهاجرینو اجباري راستنېدنه تر خپلې وسې کنټرول کړي.
دغه وزارت هڅه کوي، چې د مهاجرینو د راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي او د اسلامي امارت له بریا وروسته بیرته راستنېدنه پرمخ هم تللې ده.
د ازموینو ملي ادارې لوی رییس شیخ عبدالباقي حقاني هم ګډونوالو ته د اسلام د مبین دین د لارښونو له نظره د هجرت او مهاجرت په اړه خپله عالمانه وینا واوروله.
د دې یو ورځني علمي سيمينار بل ويناوال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شيخ زرمحمد حقاني د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل: د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره هجرت مهم دى، د الله ج حکمونه له اسلامي نظام سره پلي کېږي او د افغانانو هجرت د یو اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره و.
په همدې ډول د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم د ښار او کور جوړونې وزارت مرستیال ارسلا خروټي، د کانونو وزارت حقوقي سلاکار پوهنمل عبیدالله اخُندزاده، د مهاجرینو چارو وزارت مشاور مفتي محمود ذاکري او د پوهنتون دوو استادانو هم په دې علمي سیمینار کې خپلې ویناوې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
دا سیمینار په څو شعرونو او د مهاجرت په اړه د تیاتر په یوې نندارې سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې په نړۍوال فدراسيون کې د اسيا د لویې وچې د برخې له مشر ښاغلي الكساندر ماتيو سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې افغان راستنو شویو ته د مرستو  رسولو او د کډوالو د اړتیاو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه، ښاغلي الکساندر ماتیو وویل، چې نړۍوال سور صلیب راستنېدونکو افغانانو ته د روغتیا،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو چارو وزارت او افغان ها برای حمایت از معارف موسسې تر منځ د ۴۴ زره او ۷۳۸ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په بلخ کې ۲۱۶ راستنو شویو کورنیو او کوربه. . .

بېرته خبرونه ته