اروزګان کې د BHC يو روغتيايي مرکز پرانستل شو

sadam_morr
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه ولایت د والي مولوي عنایت الله شجاع په شتون کې په اروزګان ولایت کې یو BHC روغتیایي مرکز پرانیستل شو.

دغه روغتيايي مرکز د ترينکوټ د ابردي په کلي کې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو او عامې روغتيا رياست په همغږۍ د ۲ سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت په نهو مياشتو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په دوه پوړونو کې په پاخه او بنسټي ډول جوړ شوی دی.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د وزارت د مسلکي مرستیال او د اروزګان والي د دغه روغتیايي مرکز پرانیسته د ابادۍ پر لور یو ښه ګام وباله او یادونه یې وکړه، چې په اروزګان ولایت کې به د خلکو د روغتیایي  ستونزو د هواري لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.