په کابل کې د ایران سفیر د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۹
-

په کابل کې د ایران هېواد سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې په ایران کې د مهاجرینو پر وضعیت او کار، استوګنې او د تعلیم په برخو کې پر شته ستونزو باندې خبرې وشوې.
د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو وزیر د ایران هېواد لخوا د مهاجرینو د څلویښت کلن کوربه توب مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت هم تصمیم لري، چې مهاجرین هېواد ته راستانه کړي، خو د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته شي، چې دغه پروسه په باعزته توګه ترسره شي.
د مهاجرینو چارو وزرات مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني د ګاونډیتوب حقوقو ته په اشارې وویل مونږ د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ګاونډیانو حقوقو ته ژمن یو او له ګاونډیانو هم د ورته تعامل غوښتنه کوو.
د ایران سفیر په خپلو خبرو کې وویل: ایران په هرو سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او ترپایه به ولاړ وي.
نوموړي په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه د دښمنو کړیو جعل وباله او زیاته یې کړه، چې ایران د مهاجرینو ټولو حقوقو ته رسېدنه کوي.
په ناسته کې د ایران هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت یوه پلاوي پر استولو توافق وشو، چې هلته د مهاجرینو ستونزې له نږدې وڅاري او له ایراني چارواکو سره یې د حل په موخه ناستې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته