پکتیا: ګردې څېړۍ کې ٣٠ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۵/۱۲ - ۱۶:۴
-
د پکتیا ولایت، ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند، توريخېلو سیمه کې ددوو کورنیو ترمنځ ٣٠ کلنه دښمني، چې په تېر کې د قتل له امله رامنځته شوې وه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په مشرۍ د علماو او قومي مشرانو د مسلسلو هڅو په پایله کې په دوستۍ بدله شوه
د روغې جوړې په دغو مراسمو کې د مهاجرینو چارو وزیر وویل: موږ دغه لړۍ په ټولو ولایتونو کې روانه کړې ده او د قومونو او کورنیو ترمنځ ټولې شخړې به د افغاني دود له مخې د جرګو او مرکو له لارې حل کوو
ښاغلي حقاني وویل: هیڅوک په شخصي ډول په چا د تجاوز، انتقام او لارو بندولو حق نه لري، هره موضوع چې راپیدا کېږي، حللاره یې صلح او یا شرعي محکمه ده
د سیمي خلکو یاده روغه جوړه لویه لاسته راوړنه وبلله او په دې برخه کې یې د مهاجرینو چارو د سرپرست وزیر هڅې وستایلې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته