د پناه غوښتونکو مرستيالې او سريلانکا کې افغان سفير په هغه هېواد کې د کډوالو پر وضعيت خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۸:۵۱
داکتر عالمه

سريلانکا کې د افغانستان سفير محمد اشرف حيدري د چنګاښ په لومړۍ د شنبې په ورځ په کډوالو چارو وزارت کې د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې سره وليدل او په هغه هېوادو کې يې د افغان کډوالو پر وضعيت خبرې اترې وکړې.

سريلانکا کې افغان سفير وويل، چې په هغه هېوادو کې له تروريستي بريد وروسته د افغان کډوالو وضعيت مخ په خرابېدو  و، چې د سريلانکا د لومړي وزير سره له خبرو او د افغان سفارت له هڅو وروسته د افغان کډوالو وضعيت بېرته خپل حالت ته راوګرځېد او د هغوی له جبري ويستلو مخنيوی وشو.

 آغلې عالمې سريلانکا کې افغان سفارت څخه مننې سره ـ سره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعيت پرښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل، دافغان کډوالو برخليک بايد د هېوادونو د سياسي او امنيتي مسايلو قرباني نه شي، نوموړې له افغان سفارت څخه غوښتنه وکړه، چې د کډوالو په برخه کې له دغه وزارت سره خپله همغږي زياته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته