لوګر: محمد آغې ولسوالۍ کې د یوه NCHC روغتیایي کلینیک ډبره کېښودل شوه
د لوګر ولایت، محمد آغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې د یوه NCHC روغتیایي کلینیک د بنسټ ډبره نن د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد د لوګر ولایت مرستیال مولوي محمد انور او یو شمېر نورو مسوولینو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه
د یادو مراسمو پرمهال د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال وویل: د افغانانو د جهاد او قربانیو په پایله کې اشغال مات، اسلامي او خپلواک نظام رامنځته، سرتاسري امنیت ټینګ او د بیا رغونې کارونه په چټکۍ سره روان دي او په کانالونو، بندونو، مکتبونو او کلینیکونو په یو وخت کارونه جریان لري
ښاغلي راشد د یونیسار او اکرو موسساتو مننه وکړه، چې د یاد کلینیک مالي لګښت یې په غاړه اخستی او د پروژې انجنیرانو ته یې د کارونو د چټکتیا تر څنګ د کاري کیفیت په اړه سپارښتنه وکړه
نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې د عام المنفعه پروژو ملاتړ او ساتنه وکړي
د سیمې خلکو د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د مهاجرینو چارو وزارت د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل د کلنیک د نشتون له امله دوی له ډېرو ستونزو سره مخ و، چې اوس به یې دغه ستونزې پای ومومي.