بدخشان کې له ۲۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بدخشان ولایت کې پرون د غوایي دویمه نېټه پر ۲۶ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ وړاندې هلته د ولايت په مرکز کې سروې او پيژندل شوې وې او له هغې وروسته د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسې له خوا ١٧ زره او ٧٥٠ افغانۍ او ٢١ زره ٥٠٠ افغانۍ مرسته ورسره وشوه.