سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr
۸۳۷ تنه افغان مهاجرین د وري ۳۰ او ۳۱مو نېټو د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د راپور له مخې ۹۰ کورنۍ چې ۴۶۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۶۷ کورنۍ چې ۳۶۹ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره نغدي مرسته وشوه.