د جوزجان والي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره ولیدل
د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق د وري په ۱۳ مه په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې تیرهاس بیرهي سره د وري ۱۳ مه نېټه د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دېلیدنه کې چې د جوزجان د مهاجرینو چارو رییس ملا امان الله طلحه هم ګډون درلود، د جوزجان والي د دغه ولایت خلکو ته د سرپناوو جوړولو، د سړکونو جغل اچونې، د ښوونځیو جوړولو، وړو کارونو او نغدي مرستو د وېش مننه وکړه او په روان کال کې يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه څرګندهکړه.
اغلې تیرهاس د ولایت مقام او د مهاجرینو چارو ریاست د همغږۍ ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د همکارۍ ډاډ څرګندکړ.