ننګرهار کې سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-03/%D9%86%D9%86%DA%AF%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B11_2.jpg)
په ننګرهار ولایت کې پرون د وري ۶ مه نېټه له ۴۱۰ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د کوزکونړ په ولسوالۍ کې سروې شوې وې، چې د CWSA موسسې له لوري او د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا هرې کورنۍ سره د ۹ زره او ۸۸۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.