لوګر کې له ۳۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په لوګر ولایت کې له ۳۵۰ اړمنو او راستنیدونکو کورنیو سره د وري لومړۍ ورځ د نغدي پیسو او بخارۍ   مرسته وشوه.

دا کورنۍ چې وړاندې د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري د ۱۸زره ۷۶۰ افغانيو او يوې یوې بخارۍ مرسته ورسره وشوه.