په بامیان ولایت کې د همغږۍ او همکارۍ ناسته وشوه

sadam_morr
-
 
له ګاونډیو هېوادونو څخه د جبري راستنېدونکو په اړه د همغږۍ او همکارۍ ناسته د دولتي ادارو او ملي او نړیوالو موسسو د استازو په شتون کې د کب ۲۹ مه په بامیان ولایت کې وشوه.
د باميانو ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي فضل عمر اخوندزاده د راستنېدونکو او بې ځايه شويو د ستونزو د حل او د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې د اړوندو ادارو او همکارو ملي او نړيوالو بنسټونو له دوامداره همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه.
هغه په دې ناسته کې د وخت په تېرېدو سره د راستنېدونکو او په زوره ایستل شویو کډوالو ستونزو او اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ
په دې ناسته کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو شمېر له ګډونوالو سره شریک شو او پر دوو موضوعاتو د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو، د نوملیکنې پروګرام، بایومتریک او خپلو مېنو ته د مهاجرینو د لېږد په اړه پریکړه وشوه.