د وزارت د څارنې او ارزونې نوي رییس خپله دنده پیل کړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۵۳
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت دوه تنه مرکزي رییسان چې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ یې تبدیلي منظور شوې وه، د مهاجرینو وزارت د مقام د دفتر د رییس لخوا د ځینو مرکزي رییسانو په شتون کې د څارنې او ارزونې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د مهاجرینو چارو د همغږۍ شورا رییس حاجي محمد علي باور په دویم بست کې د څارنې او ارزونې د رییس په توګه او د څارنې او ارزونې مخکنی رییس مطیع الله عرب په دویم بست کې د غزني د مهاجرینو چارو د رییس په توګه تبذیل شو.

د وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي محمد جان خدرخېل د ښاغلي باور د معرفۍ په مراسمو کې د پخواني رییس مطیع الله عرب د کړنو ستاینه وکړه او د دې ریاست نوي رییس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته