په فرضي کرښو کې؛ تر زرو ډېرو جبري راستنېدونکو سره د ګومارل شویو کمېټو له خوا مرسته وشوه
له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمیسون د راپور له مخې،
په پولو کې یو زرو ۲۶۵ راستنېدونکي د ګومارل شویو کمېټو له خدمتونو برخمن شول.
۱۰۱ کورنۍ چې ۳۷۸ تنه کېږي د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو له پولو څخه د کب په ۷ مه له پاکستان څخه راستانه او په بایومتریک ډول ثبت او مرسته ورسره وشوه.
د ۱۴۴ کسانو په ګډون ۲۵ کورنۍ خپلو مېنو ته ولېږدول شوې او د لارې کرایه ورکړل شوه، ۹۶ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې، ۱۲۲ کورنۍ لنډمهاله کمپونو ته انتقال شوې، د ۸۴۳ کسانو درملنه وشوه، ۱۹۴ سیم کارتونه، د خوړو کڅوړې، د څښاک اوبه، ژمنۍ جامې د ګومارل شوو کمېټو له خوا د یادو ولایتونو په پولو کې ویشل شوې دي.
دغه راز د اطلاعاتو کمېټو او امربالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له خوا دغو کورنیو ته د نوم لیکنې، مالي مرستو، لېږد، د لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پیژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او د ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.
لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل وپیژندل شول راستنېدونکو ماشومانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم ورته برابر شول.