تر ۱۰۰ ډېر مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۱۱۹ افغان مهاجرین د کب پر ۷مه د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۲۵ کورنۍ چې ۱۱۹ کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.