غور کې له سلګونو کورنیو سره د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-

 په غور ولایت کې د کب په ۷ مه نېټه له ۹۰۰ کورنیو سره ژمنۍ نغدي مرسته پیل شوه.

 په دغو کورنیو کې هغه کسان هم شامل وو، چې مخکې هلته د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو آمریت لخوا اړمن پیژندل شوي وو.

 هرې کورنۍ ته به په څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ۱۳ زره او ۷۰۰ افغانۍ ووېشل شي.