ننګرهار کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

 په ننګرهار ولایت کې د کب پر ۶ نېټه ۸۵۸ راستنېدونکو، معلولینو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي، نغدي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

دا مرسته د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري له ۳۷ معلولينو او اړمنو کورنيو سره په دوه برخو  کې ۱۰ زره  او ۱۸ زره افغانۍ له روغتیایي کڅوړې سره ووېشل شوه.

دغه راز په مهمند دره او لعلپورې ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان له خوا له ۸۲۱ راستنېدونکو کورنيو سره د ۵ ډوله خوراکي توکو مرسته هلته د مهاجرینو ادارې تر څارنې لاندې ووېشل شوه.