پاکستان څخه تر ۳۰۰ زیات مهاجرین  په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

 د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۳۵۰ تنه افغان مهاجرین د کب په ۵ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۴۳ کورنۍ چې  ١٧٣ تنه کیږي  په جبري توګه  له همدې لارې هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرينو په اداره کې تر ثبتېدو ورسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې، هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ په فرضي کرښه کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري ورکړل شوې.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۲۸ کورنۍ  چې  ۱۳۲ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونوعالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې.