د ځینو مرستندویو بنسټونو استازو د تورخم له فرضي پولې څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ریاست د معلوماتو له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت نړیوال سازمان، MISSION او ECHO استازو د تورخم له فرضي کرښې څخه د ترسره شوو کارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه او په تورخم کې یې د لېږد رالېږد له آمر سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د تورخم د لېږد رالېږد آمر بخت جمال ګوهر هېواد ته د باعزته افغان مهاجرینو د مهاجرت سند او د بیرته راستنېدنې په اړه معلومات ورکړل او د دوی ستونزې یې شریکې کړې.

هغه وویل: داسې باور دی، چې په نږدې راتلونکي کې به د مهاجرینو د راستنېدو بهیر یو ځل بیا زیات شي، نو د دې ستونزې د ښه مدیریت لپاره پکار ده چې لا له مخکې څخه چمتووالی او تیاری ولرو.