پاکستان څخه تر ۱۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

anwari_morr

 د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۱۸۳ تنه افغان مهاجرین د سلواغې په ۳۰ مه نېټه په جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۵ کورنۍ چې ۹۲ تنه کیږي په جبري توګه له دغه لارې هېواد ته راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ،د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې، هرې کورنۍ ته د ګومارل شوې کمېټې له لوري لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۸ کورنۍ چې ۹۱ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.