ننګرهار کې څه باندې زرو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو له مخې، د سلواغې پر ۱۹مه او ۲۰مه د دغه ولايت په چپرهار، اچين او سپين غر ولسواليو کې پر یو زرو ۲۲۷ کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره پنځه ډوله خوراکي توکي شامل وو، چې د خوراک نړيوال سازمان په همکارۍ او د ياد ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري تر پېژندنې وروسته ووېشل شول.