خوست کې له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

anwari_morr
-

د خوست ولايت د مهاجرينو رياست د سلواغې مياشتې پر ١٧ نيټه له سلو کورنيو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی. .

دغه کورنۍ پخوا په باک ولسوالۍ کې مستحقې پيژندل شوې وې.

 د مرستو لومړۍ برخه د سرپناه د جوړولو په موخه پر ۸۵ کورنیو هر یو ته د ۱۱زره او ۶۵۰ افغانیو او ۱۵ نورو کورنیو ته د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت ووېشل شوه.