په خوست ولایت کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D8%AE%D9%88%D8%B3%D8%AA.jpg)
دخوست ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو رياست د سلواغې مياشتې په ١٣ نېټه په یاد ولايت کې له ٢٧٩ راستنو شويو کورنيو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړ.
يادې شوې مرسته هغو کورنیو ته، چې مخکې د یاد ریاست له لورې سروې شوې او پېژندل شوې وې د خوړو نړيوال سازمان له لوري هر کورنۍ ته ۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته پرې وویشل شوه.