ایران کې د سویس د سفارت له قونسل سره د ناستې پر مهال د افغان مهاجرینو ستونزې شریکې شوې

sadam_morr

په تهران کې د افغان مهاجرینو چارو د اتشې د راپور له مخې د ایران په پلازمینې تهران کې د افغانستان د سفارت قونسل ښاغلي میر انور غفاري او د مهاجرینو  چارو سرپرست اتشه عبدالباسط امامي د سلواغې پر ۳ نېټه، په تهران کې د سويس د سفارت له لومړي سکرتر او د قونسلي چارو مسئول ښاغلي کلمنس شرر او په اسلام اباد کې د مېشتو مهاجرینو چارو مسئولې اغلې نادیه سره تهران کې د افغانستان په سفارت کې لیدنه وکړه.

ښاغلي غفاري له افغانستان سره د سویس د همکاریو د اوږدې مخینې او په تهران کې د دغه هېواد د سفارت له خوا افغان مهاجرینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او له هغوی څخه یې په دې برخه کې قدرداني څرګنده کړه.

ښاغلي کلمنس شرر او آغلې نادیه د دې لیدنې څخه د مننې په ترڅ کې، افغان مهاجرینو ته د سویس هېواد د مرستو او په تهران او نورو هېوادونو کې د دغه هېواد د سفارتونو له لوري د خدمتونو د وړاندې کولو یادونه وکړه، دوی د دې ناستې موخه تهران کې د افغانستان په سفارت کې د یو شمېر تخنیکي قونسلي مسایلو او د مهاجرینو  د چارو په اړه همغږي او خبرتیا وبلله، چې افغان مهاجرینو ته لا ښه خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي امامي په ایران کې میشتو افغان مهاجرینو ته د سویس سفارت له لوري د برابر شوو خدمتونو قدرداني وکړه او د یو شمیر مهاجرینو د استوګنې د اسنادو او د هغوی د کورنیو د برخلیک په اړه یې د معلوماتو په ورکولو سره له خپلو همکارانو سره په دې برخه کې د کار کولو غوښتنه څرګنده کړه چې له خپلو ګډو همکارانو سره د جبري راستنېدونکو د اسنادو  موضوع د کوربه هېواد له مسولینو  سره شریکه کړي.

 ښاغلي شرر او مېرمن نادیې ځینو محدودیتونو ته اشاره وکړه او د استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو او د استوګنې د اسنادو د لغوه کېدو د مخنیوي په برخه کې یې له خپلو همکارانو او بنسټونو سره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همکارۍ  خبر ورکړ.

 دواړو خواوو په ممکنو لارو پر اغیزناکو او چټکو اړیکو  او د افغان مهاجرینو  د ستونزو د حل په برخه کې  د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.