تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۲۸۶ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۷ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد تته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۳۱ کورنۍ چې ۱۵۰ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

د کندهار د سپين بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې د ۲۵ کورنیو ۱۲۱ تنه او ۱۵ تنه نور له بنده ازاد شوي په جبري توګه له دغې پولې څخه راستانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوالو سازمانونو دفترونو ته ور وپېژندل شول.

 ۵ بې سرپرسته ماشومان د MPO موسسې ته ور وپېژندل شول او د ګومارل شوې کمېټې له خوا هرې کورنۍ ته لس لس زره افغانۍ ووېشل شوې.