له پاکستان څخه تر ۱۰۰ ډېر مهاجرین په جبري توګه  راستانه شول

anwari_morr

۱۷۸ افغان مهاجرین د دلوې میاشتې پر لومړۍ نېټه د تورخم له پولې څخه خپل هېواد ته راستانه شول

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د ۱۸۷ کسانو په ګډون ۳۶ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره راستنې شوې او د مهاجرینو چارو په اداره کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.