بغلان کې سلګونوکورنيو ته د ژمنۍ مرستو وېش پيل شو
د بغلان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د راپور له مخې ۶۴۹ کورنیو ته مرغومي پر ۱۱ نېټه د ژمنۍ مرستو وېش پیل شو.
د سرچېنې په وینا په دغو کورنیو کې راستنېدونکي او د طبیعي پېښو زیانمن شوي شامل وو، چې پخوا هلته د مهاجرینوچارو په ریاست کې اړمن پېژندل شوي وو.
هره کورنۍ به د څو ورځو په ترڅ کې ۱۳ زره او ۸۵۰ افغانۍ، درې کمپلې او یو ّ کڅوړه ژمنی پوښاک د مهاجرت نړۍوال سازمان له خوا ترلاسه کړي.