بادغیس ولایت کې ۲۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د لېندۍ پر ۲۹ نېټه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ وړاندې د مهاجرینو چارو آمریت له لوري په بالامرغاب کې، مستحقې پېژندل شوې وې او په دوو کتګوریو کې د ۱۶ زره او ۱۴ زره افغانیو په ارزښت د ډنمارک د مهاجرت شورا لهخوا ورسره نغدي مرسته وشوه.