بلخ کې نيږدې څلوېښت کورنيو سره  مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو رياست له پاکستان څخه ۳۸  اجباري راستنېدونکو کورنيو سره د ليندۍ په ۷ مه د خوراکي  او نغدي  مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې  په دې وروستيو کې په مؤقتي کمپ کې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د بېړنيو پېښو د کمېټې په مالي  مرسته ورته ۳ قلمه خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ ووېشل شوې.

د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت په مرکز، شولګر او دهدادي  ولسواليو کې اجباري راستنېدونکو کورنيو د ستونزې د حل په موخه ٣٣ خيمې نصب شوې دي.
يادې  سيمې چې له وړاندې  دمهاجرينو  چارو رياست له خوا ټاکل شوې وې، په شولګر ولسوالۍ کې د ټولنيزو مرکزونو له پاره ٧ خيمې، د دهدادي ولسوالۍ او د مزارشريف په مرکزي سيمو کې ٢٣ خيمې او په ابو دجانه کمپ کې د کلينيک په موخه ٣ خيمې د بلخ ولايت  مهاجرينو رياست د د استازي په شتون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري نصب شوې دي.