د وزارت مالي او اداري معین، د Nove onlus  ایټالیايي مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۳:۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن په خپل کاري دفتر کې د ایټالیايي مؤسسې له عمومي رئیسې آغلې سوسانا فیورتي او د بورډ له غړي ښاغلي سزویزو سویره سره  په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان څخه په جبري توګه راستنېدونکو افغانانو ته د دغې ادارې د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په باب خبرې وکړې.

ښاغلي خروټي د يادې مؤسسې له لوري د مرستو د پيل ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه مرستې بايد د ضرورت او اړتيا له مخې وي، نړۍوال بنسټونه او مؤسسې په دې سختو او دشوارو شرايطو کې چې افغان مهاجرین ور سره مخ دي، د نورمال وخت په پرتله زياتې مرستې وکړي.

مالي او اداري معین وویل: له مهاجرینو سره باید د سیاسي وسیلې په توګه چلند ونشي، باید له هغوی سره د بشري حقونو او انساني وجیبو له مخې چلند وشي.

آغلې سوسانا فیورتی د جبري راستنېدونکو له پاره د یادې ادارې د ملاتړ او مرستې ډاډ ورکړ او ویې ویل: چې موږ به له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړو.

په دې کتنه کې د وزارت راستنېدو ته د هڅونې رئيس مولوي محمد جان خدرخېل هم حضور درلود.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو د اتشو له مسوولینو سره وکتل.

په پاکستان کې د کډوالو چارو د اتشو استازو او مسوولینو په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په هکله راپور له محترم وزیر سره شریک کړ او په پاکستان کې یې د کډوالو په برخه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۸ - ۲۰:۴۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

بېرته خبرونه ته