د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیا له والي سره ولیدل

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۲۰:۵۵
_

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له والي مولوي مهرالله حماد او یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل
په دغه ناسته کې پکتیا ولایت ته راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د اسانتیاو برابرولو او مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، د پکتیا والي مهاجرینو ته د وړاندې شوو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل، له تجارانو او موسساتو سره ناستې شوي،
کمېټې موظفې شوي دي او راستنېدونکو ته په وخت رسیدګي کېږي
ښاغلي حقاني له قومي مشرانو وغوښتل، چې په هره برخه کې دې د راستنېدونکو مهاجرینو لاسنیوی وکړي
په یاده ناسته کې د پکتیا د قومونو ترمنځ د ستونزو په اړه هم خبرې وشوې او د اصلاح او روغې جوړې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته