په شل ورځو کې له ۳ زرو زيات افغان مهاجر له ترکيې څخه کابل ته راستانه شول
د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رياست د معلوماتو پر بنسټ په تېرو شلو ورځو کې د تلې د ۱۹ مې څخه د لړم تر ۲۰ مې نېټې پورې ۳ زره او ۹۰ تنه افغان مهاجرین د هوا له لارې له ترکيې څخه کابل ته ډيپورت شوي دي.
د سرچينې په خبره د هوا له لارې د ۳ زره او ۹۰ تنو ډيپورت شوو له ډلې ۷ کورنۍ او ۷ ماشومان هم شامل وو، چې ۳ زره او ۸۳ تنو سره يې د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري نغدي مرستې شوې، چې په ټوله کې مرستې ۳۶ ميليونه او ۹۹۶ زره افغانيو ته رسيږي.
سرچينې زياتوي، چې همدارنګه د ياد دفتر له لوري ۱ زرو او ۴۰۲ تنو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي، ۲ زره او ۴۱۶ تنه د لېست له مخې، د وزارت په ډېټابېس کې ثبت شوي او يو شمېر نور، چې نومونه يې تکراري وو او يا يې لېستونه تر اوسه نه وو را رسېدلي نه دي ثبت شوي.
د مهاجرينو چارو وزارت او د مهاجرت نړۍوال سازمان د ښه راغلاست ګډ دفتر، چې د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې دی، په هېواد کې د نظام په بدلون سره زيانمن شوی و او له فعاليته لوېدلی و، چې د روان کال د لړم په ۱۹مه بياځلې فعال او د راستنېدونکو د ښه راغلاست له پاه چمتو شو.