له پاکستان څخه شپږ اجباري راستنېدونکي کورنۍ د پکتيکا ولايت څخه خپلو اصلي سېمو ته ستنې شوې

anwari_morr
-

د پکتيکا ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ ۶ راستنېدونکې کورنۍ چې ۲۴ تنه کېږي د دغه ولايت څخه د لړم په ۱۷مه خپلو اصلي سېمو ته ستنې شوې.
د سرچينې په خبره درې کورنۍ جوزجان ولايت  ته او درې کورنۍ کابل ولايت ته د لېږد کمېټې له لوري يادو ولايتونو ته ولېږل شوې او هرې کورنۍ سره د مالي کمټې له لوري ۱۰ زره افغانۍ مرسته هم وشوه.