تخار کې ۱۱۰ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
_

د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۱۱۰ کورنيو او ډيپورت شوو ته د لړم په ۱۶مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادې کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو ادارې له لوري په دشت قلعه، ورسج، خواجه غار، کلفګان او فرخار ولسواليو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې تر څارنې لاندې د سرپناه د جوړولو او ترميم په موخه په بېلا بېلو کټګوريو کې ۲۲ زره او ۵۰۰، ۴۸ زره او ۵۵۰ او ۲۹ زره او ۱۵۰ افغانۍ وېشل شوې دي.