فراه کې د اجباري راستنېدونکو د ښه راغلاست له پاره موقتي کمپ جوړ شو

anwari_morr
_

د فراه ولايت د مهاجرينو چارو آمريت د سرې مياشتې ادارې په همکارۍ د نورو ادارو په رضا کارانه فعاليت  سره د دغه ولايت په دشت کرخي کې د اجباري ارستنېدونکو د ښه راغلاست له پاره ۹۰ خېمې نصب کړې او په ياد کمپ کې د لازياتو اسانتياوو د برابرولو له پاره هڅې روانې دي.