جوزجان کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه يوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه
![-](/sites/default/files/2023-11/%D8%AC%D9%88%D8%B2%D8%AC%D8%A7%D9%86%201.jpg)
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د لړم په ۱۴مه په دغه ولايت کې د ياد ولايت د والي په مشرۍ د پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه د اړوندو حکومتي ادارو په ګډون د لړم په ۱۴مه د يوې ځانګړې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ.
د يادې کمېټې موخه د اجباري راستنېدونکو د ستونزو او ننګونو حل، دمرستو راټولول او د هغوی لپاره د مناسبې سرپناه برابرول وو.
د جوزجان ولايت والي قاري ګل حيدر شفق وويل، اجباري راستنېدونکي مهاجر بشري مرستو ته جدي اړتيا لري او د مؤسسو او ادارو په همکارۍ او همغږۍ کولی شو، چې ستونزو ته رسيدګي وکړو.