د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۲۲:۲۳
_

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ښاغلي دانیېل انډرس او د یونسیار او آی او ام موسسو استازو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې د راستنېدونکو مهاجرینو په ستونزو، اساسي حللارو، دایمي سرپناه او کاري فرصتونو په برابرولو خبرې وشوې

ښاغلي انډرس د مهاجرینو اوسنی حالت د اندیښنې وړ وباله او د هغوی ستونزو ته د رسیدنې لپاره یې په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ، نوموړي مهاجرینو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو له امله د سرپرست وزیر هلې ځلې وستایلې

د مهاجرینو چارو وزیر وویل، اسلامي امارت د راستنېدونکو له تثبیت او لنډمهاله ځای پرځای کېدنې نیولې تر دایمي ادغام او کاري فرصتونو برابرولو پورې ټول پلان جوړ کړی او ددغه پلان د تطبیق لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه مشران په تورخم او سپین بولدک کې موجود دي، مرستندویه ادارې دې په دې برخه کې د ااا ملاتړ وکړي

نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له خپل رسوخ څخه په ګټه اخستنې دې په کوربه هېوادونو فشار راولي ترڅو د مهاجرینو د منل شوو حقوقو له نقض څخه لاس واخلي

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره د دواړو لوریو همغږي اړینه وبلله، او زیاته یې کړه د امارت له طرفه په دومره لویه کچه انتظامات د نظام ژمنتیا ښيي او مرستندویه ادارې هم بیړنیو حالاتو ته په کتو باید خپل کاري پرسونل زیات او کاري وخت ۲۴ ساعتونو ته وغځوي، همدا راز په ولایاتو کې د مهاجرینو ځای پرځای کېدو ته څنګه چې لازمه ده تیاری ونیول شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته